به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

اسلامی شریعت او قانون

سال

: 2020.10.04

ګروه ها

: شریعت(تعلیمات اسلامی)

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 42

کد فایل

: 454

مقطع

: لیسانس

 مقدمه: وروسته تر دی چې ښاغلی لوستونکی د جزا متعلق د اسلامی شریعت نظریه ولوسته او د قوانینو په مختلفو نظریاتو پوه شوه کولای شی ووایې چې په اسلامی شریعت کې د قوانینو هغه ټول نظریات راټول شوی دی چې د اتلسمی پیړۍ نه راپدیخوا موجود شوی دی ځکه چې په اسلامی شریعت کې جزا د ټولنی د حمایي دپاره او د فرادو د اصلاح په غرض مشروع شوی ده او لکه څنګه چط په اسلامی شریعت کې د ټولنی د حاچت نه د جزا زیاتوالی نه دی روا همدارنګه یې د تولنی د ضرورت نه کموالی هم صحیح نه دی نو معلومیږی چې د دی نقطه نظره جزا د عدالت او منفعت اړوند تقاضا پوره کوی  او دا هماغه شی دی چې روسو ،بکاریا او بنتهام دریواړه یې په مجموعی توګه غواړی. همدارنګه په اسلامی شریعت کې د جزا هدف د مجرم اصلاح، د ده سره احسان او لورینه ده او له همدی کبله باید د جزا د تقین په وخت کې د مجرم شان او شخصیت له نظره ونه غورځول شی او دا هماغه شی دی چې علمی نظریه یې غواړی که څه هم د اسلامی شریعت په نظریه کې هغه ټول نظریات په مجموعی توګه راټول شوی یا په بل عبارت د اسلامی شریعت نظریه د هغو ټولو نظریو مجموعه ده چې د اتلسمی پیړۍ نه را پدیخوا په قوانینو کې منځ ته راغلی دی مګر سره له دی هم د هغو عیبونو نه سالمه ده چې د وضعی قوانینو په نظر یو کې موجود وو. د اکثرو خلکو د پاره دا د تعجب خبره ده چې پوه شی د جزا متعلق په اسلامی شریعت کې دارنګه علمی او فنی نظریه موجوده ده چې هیڅ نقص او خالیګاه نه لری او د او د ابتدا نه تر اوسه پوری نه نقد په کې راغلی دی او نه تر دی وروسته نقد ته ضرورت لری او بالعلکس قانون د خپلو ټولو تطوراتو سره داسی نظریه نه ده پیداکړی چې هغه د شرعی نظریي نه کامله وی او اسلامی شریعت د نزول د وخت نه د بشریت مخی ته نه وی ایښی، د هغو نتیجو نه په  صراحت څرګندیږی چې د جزا متعلق د قوانینو اراء او نظریات د خپلو تطوراتو او پرمخ تګ سره سره د هغی لاری نه نشی او ښتلای چې اسلامی شریعت د ډیر پخوا نه ترسم کړی بلکه د تطوراتو او پر مخ تګ نهایی صورت یې بس همدا دی چې شرعی نظریه پوره پوره ومنی او قبوله یې کړی. دا حقیقت دی چط د اسلامی شریعت او قوانینو تر منځ د اصولو او مبادیو له مخی اختلاف نشته بلکه کوم اختلاف چې د اسلام ی شریعت او قوانینو تر منځ لیده شی هغه د دی مبادی و او اصولو تطبیقی کیفیت او د تطبیق د ساحی حدود ته راجع دی. مثلاً اسلامی شریعت هغه ټول مبادی چې قوانینو منلی دی تطبیقوی مګر په ټولو جزاګانو کې یو رنګه او په ټولو جرمونو  کې یو شان او په مساوی ډول نه – بلکه د هری مبدی د پاره یې ځانته ځای او محدوده ساحه تعین کړی چې په هماغه محدوده  ساحه  کې هره مبداء په مستقل ډول یا د نورو مبادیو سره یو ځای  تطبیق کړای شی. د دی ساحو او ځایونو د پاره یې څرګنده نښی او بارزه علامی ټاکلی دی او هغه د هیڅ سترګو شخص نه نشی ورکیدای. همدا وجه ده چې اسلامی شریعت  وکولای شو هغسی عالی نظریه چې نه عیب لری او نه پهک ې ننقص او نیمګړتیا لیده شی منځ ته راوړی، مګر وضعی قوانین داسی نه دی بلکه غواړی چې هغه ټول  مبادی په مجموعی توګه په یو ځای کې او په ټولو جرمونو او جزاګانو کې یو رنګه برابر مساوی تطبیق کاندی او همدا سبب دی چې مقنن  د مشکلاتو سره مخامخ شوی دی او تر اوسه لا د دی مشکل په معقول او مقبول حل موفق شوی نه دی او شراح هم نه دی موفق شوی چې کومه علمی او سالمه نظریه پیداکړی. او که کومه سالمه لاره مینده کړای شی نو هغه به ضرور دا وی چط د هری مبدی د تطبیق او تعمیل د پاره مخصوص ځای او محدوده ساحه تعین کاندی نه دا چې په ټولو جرمونو کې یې په مساوی دول یو رنګه تطبیق کاندی او دا هماغه لاره ده چې اسلامی شریعت د ډیر پخوانه وضع کړی ده چې په دی صورت کې به د اسلامی شریعت سره په توله معنا موافق شی. دلته باید دا حقیقت هم له نظره ونه غورځوو چې قوانینو د اتلسمی پیړۍ تر وروستیو وختو پوری ډير ظالمانه او وحشیانه رویه درلوده، مړی او ژوندی، حیوانات او جمادات به یې محاکمه کول او په ټولو باندی یې ډیری بیرحمانه جزاګانی کښودلی په اتلسمی پیړۍ کې یې چې د لومړی ځل د پاره د اسلامی شریعت له مبادیو یوه مبده ومنله نو د همدی وخت نه انسانی قانون وګرځید ځکه چې د همدی وخت نه  راپدیخوا یې جزا د ټولنی د حمایی په غرض د زجر او تادیب په اساس ودروله او په نتیجه  کې هغو وحشانه جزاګانو ته ضرورت له منځه ووت او د حیواناتو او جماداتو د محاکمی د پاره د قانون په منطق کې ځای او مورد باقی پاتی شو. دا مبداً چې قانون د اتلسمی پیړۍ  نه پخوا نه پیژندله په اسلامی شریعت کې د اومی میلادی پیړۍ نه راپدیخوا موجود وه او د همدی وخت نه شرعاً د جنائی مسؤلیت ځای او مورد یواځی ژوندی انسانان پیژندل شوی وو. همدا وجه ده چې په اسلامی شریعت کې د مړیو حیواناتو او جماداتو محاکمه لکه چې په وضعی قوانینو کې موجوده وه نه ده لیدل شوی. د مثله جزا چې په قوانینو کې موچود وه په اسلامی شریعت  قطعاً روا نه ده حضرت رسول الله صلی علیه وسلم حتی خوړونکی سپی ته هم مثله جزا ورکول ناراوا کړی دی د اسلامی شریعت د عظمت او سرلوړی د پاره همدا ټکی کفایت کوی چې د انسانی عالم د تفکر نه یوولس پیړۍ سبقت لری او هغه لار چې د دوو پیړو نه راپدیخوا پری انسانی تفکر روان  شوی اسلامی شریعت ډیر پخوا ښودلی ده او قوانین په خپلو تطوراتو کې پرله پسی د اسلامی شریعت خواته رانژدی کیږی او د اسلامی شریعت خواته ګامونه اخلی.

.

 فهرست

سریزه..................................۱

د حدود د جرمونو له پاره ټاکل شوی جزاګانی......................۴

لومړی بحث

د زنا جزاګانی.....................................۵

د زناکار جزا..............................................۶

د جلد جزا..............................۶

په قوانینو کې د زنا جزا............................۹

د تغریب جزا..........................۹

د رجم جزا...............................۱۱

د زنا جزاګانو باندی یوه تبصره ..............۱۴

دوهم بحث

د قذف عقوبت.........................................۱۶

جلد او د شهادت اهلیت سلبیدل...............۱۷

په قوانینو کې د قذف جزا....................۱۸

دریم بحث

د شرب جزا..........................................۲۰

جلد.....................................۲۱

شراب د طبی او اجتماعی نقطه نظره..................۲۲

دنیا او د شرابو تحریم..............................۲۲

څلورم بحث

د سرقت عقوبت .........................۲۴

د قطع جزا................................۲۸

په قانون جزا کې د غلا جزا........................۲۹

ځینی بی ځایه اعتراضونه...........................۲۹

پنځم بحث

د حرابه جزاء...............۳۲

قتل .........................۳۲

قتل او صلب دواړه....................۳۲

قطع ...............................۳۴

تبعیدی جزاء............۳۵

شپږم بحث

د ردت او بغاوت جزاء..............۳۷

د بغاوت جزاء ..................۳۸

د جزا قانون

د کورنی امنیت په ضد جرمونه ..............۳۹

ماخذونه.............

 

ماخذونه

1-                  د جزا قانون (له تعدیلونو سره)

2-                  الهي، محمد عاشق .(۱۳۹۵). حنفي فقه د قدروي د ضروري مسئلو اسانونه، کابل:مستقبل خپرندویه تولنه.

3-                  شهید عبدالقادر«عوده».(۱۳۸۴). د اسلام جنائی تشریع او وضعی قوانین،کابل: د پیغام نشراتی مرکز.

4-                  د عدالت مجله (د عدلیی وزارت پرلپسی ګڼه)

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059